نیمروز او غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

پولیسو نن سهار د نیمروز او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
له دې منځه؛ د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په لومړۍ ناحیه کې یو کړۍ بشکه يي ماین او د غزني ښار په پینځمه حوزه کې هم یو کړۍ کنترولي ماین کشف او شنډ شوي دي.
ترهګرو یادو ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو.