نن د افغانستان اسلامي امار ت وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين ذبیح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي رياست څخه ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړېکو رئيس قاري سعيد خوستي او ذبيح الله مجاهد د کارونو د لا پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته هم وکړه نوموړي د مطبوعاتي کارونو ستاينه وکړه.
همدا راز د اسلامي امارت وياند او اطلاعاتو او کلتور معين ښاغلي ذبیح الله مجاهد د پوليس راډيو څخه هم ليدنه وکړه نوموړي د پوليس راډيو د نشراتو په اړه هم جامع او هر اخيزو خپرونو چې د ولس او ټولنې په خير وي بايد نشر شي او د عامه پوي په برخه کې پولیس د اتلانو غږ راډيو يوه مهمه سرچينه ياده کړه
همدا ډول د اطلاعاتو او کلتور معين اولس او ټولنې ته د پوليس راډيو د اورېدلو لپاره يو پيغام هم وړاندې کړ تر څو ولسونه له موږ سره د هېواد په کچه غټې او وړې ستونزې د پوليس راډيو 96.5 اف ام څپو له لارې شرېکې کړي