ننګرهار کې ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۰ - ۱۲:۳۳
س


د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال آباد ښار، درونټې او سرخرود ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۷۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله او ۸۰۰ قرصه ټابلېټ کا نیول شوي.
د یادو نشه يي توکو په تړاو درې تنه له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او دوه عراده موټرو سره نیول شوي دي.
له دې سره د کابل ښار د څرخي پله د دروازې د پلټنو په ترڅ کې یو تن له ۲۳۰ ګرامو نشه يي توکو سره نیول شوی دی.