ننګرهار کې ۱۰۹ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي
د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۰۹ کیلوګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه یي توکي د خوګیاڼیو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې له اړوند سیمو کشف او ضبط شوي دي.
قاچاقبرانو دا نشه یي توکي په دوه عرادو کرولا ډوله موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او قضیه د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو لاندې ده.