ننګرهار کې یو کس د ۳۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د جلال اباد ښار د نهمې حوزې په اړوند ثمرخېلو سیمه کې یو کس د ۳۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي چې په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې غني خېلو ولسوالۍ ته یې ولېږدوي.
د یادونې وړ ده چې نیول شوي کس خپل جرم منلی دی.