ننګرهار کې څلور تنه د انسان د قاچاق په تړاو ونیول شول

له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ هدفمندو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د انسان د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد کسان نن د تورخم ښارګوټي په اړوند سیمو کې له ۲۰ ټوکه پاسپورټونو او ۶ قطعې ویزو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادولو ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.