ننګرهار کې د یوې موټر بم چاودنې مخه ونیول شوه.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د یو موټر بم چاودنې مخنیوی کړی.
ترهګرو د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند ډکۍ سیمه کې یو عراده موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او غوښتل یې چې جلال اباد ښار ته یې ولېږدوي او هلته چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.