ننګرهار کې درې تنه د ۱۷۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۹:۲۵
4

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو غني خېلو ولسوالۍ کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۷۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د نشه يي توکو دا محموله د "چرسو" له ډوله ده چې په یوه بار وړونکي مازدا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو.
د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.