ننګرهار کې اته تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ونیول شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۰ - ۱۰:۲۰
z
د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په درېیو بېلو عملیاتو کې اته تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې پنځه تنه د پیسو د قاچاق، یو تن د انسان تښتونې او دوه تنه نور چې په یو مازدا ډوله موټر کې یې ۳۸۱۷ بېلابېل ډوله مبایلونه ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.