ننګرهار او بغلان کې؛ پولیسو د ۵۵ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی وکړ
د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو پلټونکي عملیات پایله کې د ۳۳ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی کړی او دوه تنه یې په تړاو نیولي دي.
همداراز، د بغلان امنیه قومندانۍ پولیسو یو تن د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۲ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.