ننګرهار، پکتیا، لوګر او سرپل کې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۱۴:۲۸
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار، پکتیا، لوګر او سرپل ولایتونو په اړوند سیمو کې ځینې جلا هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د سپکو او درنو وسلو، مهماتو او یو اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس له څلور میله پینځه تیره وسلو، یو میل کلاشینکوف، اوه میله تفنګچو، ۵۰۰ ډزه ګولیو او ۲۳ عدده شاجورونو سره یو ځای نیولی دی.
همداراز یادو ځواکونو د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل پینځه تیره وسله، دوه میله تفنګچې، څلور کړۍ لاسي بمونه، د سپکو او درنو وسلو ګڼ شمېر ګولۍ، مهمات او اوه کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
بلخوا د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په التمور کلي کې یو کس له یو میل کلاشینکوف، یو میل یو تېره وسلې، ګڼ شمېر ګولیو او یو اندازه نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوی دی.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت د سرپل - جوزجان بندر په سیمه کې د وسلو یو قاچاقبر له یو میل کلاشینکوف او یو میل پیکا سره نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.