میدان وردګو کې ۲۵ ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۹:۱۹
غ

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت په مشرۍ د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.

د دې عملیاتو په پایله کې ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو طالبانو یو مهم پټنځای له منځه وړل شوی دی.

د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو څو کړۍ ماینونه، وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ځانګړو ځواکونو د کابل ـ کندهار پر لویه لار پرته "سالار" سیمه هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.