میدان وردګو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول 

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۴:۱۲
8

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د میدان وردګو ولایت د مرکز په "قلعه اندړ، ده افغانان او قلعه زیارت" سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان وژلي او د درېیو مخکښو غړو "قاري سمېع الله، قاري شکرالله او قاري صهیب" په ګډون ۶ ترهګر ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوې او یادې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.