مولوي عنایت الله شجاع د ارزګان د نوي والي په توګه وټاکل شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴۳
sfsfsfsf

 

په همدې موخه جوړیو شویو مراسمو کې ددغه ولایت د پخواني والي ترڅنګ یو شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی و.

ښاغلي عنایت الله شجاع د اسلامي امارت د مشرتابه د باور قدردانی وکړ او ویل چې په خپل ټول توان به د ارزګان د کړیدلي ولس خدمت وکړي.

وروسته د ارزګان پخواني والي مولوي محمد جان احمد خبرې وکړې او د ددغه ولایت د خلکو د بې کچې همکارۍ مننه یې وکړه.