ملي پولیسو د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۲ ماین چاودنو مخنیوی کړی
ملي پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل، پروان، غزني او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې، د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په "مهمند" سیمه او د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په "قدوساباد" کلي کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.