مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
9

په ژورې خواشینۍ سره نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر سمونوال محمدزی کوچی د یوې ترورېستي پېښې په ترڅ کې له یوه ساتونکي سره یې شهید شوی او د یوه سرتېري په ګډون درې ملکیان ټپیان شوي دي.
امنیتي او کشفي ځواکونو په وروستیو اونیو کې د ترهګرو طالبانو لسګونه ترورېستي او ماین خښوونکې شبکې نیولې دي. د خلکو وژل او زموږ د همکارانو موخه ګرځول د سازمان شویو ترورېستي موخو یوه برخه ده او دا کړنه د جګړې په ډګرونو کې د ترهګرو ماته ښيي.
د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی یو اتل، زړور، مبارز او هېوادپال افسر و. نوموړي په وروستیو ورځو او اونیو کې ګڼ ترهګر نیولي او یا هم ځپلي وو.
کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د نننیو پېښو قربانیانو ته په ځانګړې توګه د شهید محمدزي کوچي کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ډاډ ورکوي، چې زرګونه افسران او سرتېري له هېواد څخه د دفاع او د خلکو د امنیت ساتنې په برخه کې تیار دي او په دې لاره کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements