محمد مسعود اندرابي کونړ کې له قومي مشرانو، علماوو او مدني ټولنو سره وکتل

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۶:۸
01

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د کونړ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.

محمد مسعود اندرابي د دې کتنې په لړ کې د کونړ ولایت د مشرانو او مخورو ستونزې او وړاندیزونه وارېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د ترفېعاتو او همدارنګه د پولیسو او حوزو د تشکلیل په تړاو به یې ستونزو ته په جدي توګه رسیدګي کېږي.

ښاغلي اندرابي د کونړيو او پولیسو تر منځ غښتلې همغږي وستایله او ویې ویل، چې کونړ کې د نورو ولایتونو په پرتله امنیت ښه ساتل شوی او له خلکو سره د پولیسو چلند تر ډېره مسلکي دی.

د کورنيو چارو سرپرست وزير کونړ کې د محلي پوليسو د برنامې پر پلي کولو خوښي وښوده او ويې ويل، چې کونړ لومړنى ولايت دى چې د محلي پوليسو برنامه پکې په بشپړه توګه عملي شوې او پايله يې مثبته ده.

ښاغلي اندرابي له کونړ مېشتو یو ځل بیا وغوښتل، څو له خپلو پولیسو سره د تېر په څېر همکار واوسي؛ تر څو امنیتي ځواکونه یې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.