لوګر کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول او کابل ته د ترهګرو د ۱۶ کړیو ماینونو له لېږدونې مخنیوی شوی

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "اصحاببابا" کلي کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ کړۍ ماینونه چې ترورېستانو غوښتل کابل ته یې ولېږدوي، مخنیوی کړی دی.
همداراز ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار په "بابوس" کلي کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې اته ترهګر طالبان وژلي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.
بلخوا د سمنګان ولایت په "رباطک" سیمه کې اته تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.