لوګر کې ۲۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۷ - ۱۸:۸
1

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په آبپران کلي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د یادولو وړ ده، چې د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر نظامي توکي لکه: درې میله کلاشینکوفونه، ۱۷ شاجورونه، پرتلې، ۴۴۰ ډزه ګولۍ، یو شمېر اسناد، نظامي درېشۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.