لوګر کې ۱۰ ترهګر د طالبانو د جلب او جذب د مسوول په ګډون ووژل شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۱۱:۲۷
طظ

تېره شپه د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د لوګر ولایت د مرکز په اړوند شلوک بابوس په کلیو کې د ترهګرو طالبانو پر یوه پټنځای یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب د مسوول قاري راز محمد چې په مقدس مشهور و په ګډون ۱۰ تنه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو میل کلاشینکوف، یو میل کلاکوف، یو میل پیکا، یو میل M-16، یو قبضه لانچر راکټ، دوه پایې مخابرې، یو قاب شپنی دوربین، یو قاب لوی دوربین، درې صوبه پرتله، د M-16 ۲۵۰ ډزه ګولۍ، ۱۴۵ د پیکا ګولۍ، ۱۸۵ د کلاشینکوف ګولۍ او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده، چې په سیمه کې د دښمن اوه قبضې ګرنېټونه، یو عراده سراچه موټر او څلور عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.