لوګر کې یو ترهګر طالب او ننګرهار کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۹:۳۷
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهندرې ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو یو قاچاقبر له ۱۴ کیلوګرامه چرسو او څلور میله بېلابېل ډوله وسلو سره یو ځای نیولی دی.
بلخوا؛ دې ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار په اړوند سیمو کې هم یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.