لوګر کې پولیسو لس غیر‌ ‌قانوني بار وړونکي موټر نیولي

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۲۳:۹
f


د لوګر پولیسو لس بار وړونکي غیر قانوني موټر داسې مهال نیولي، چې غوښتل یې پلازمېنې ته یې ولېږدوي.
دغه موټر چې په غیر قانوني ډول محصول شوي وو او له معیاره زیات بار په کې ځای پر ځای شوی و؛ له پکتیا څخه د لوګر له لارې کابل ته لېږدول کېده، چې د یاد ولایت د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.