لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی له څلورو همکارانو سره یې ووژل شو

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په "فتحخېل" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی له څلورو ملګرو سره وژلی او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو یو شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز ځانګړو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د یو بل عملیات په پایله کې د داعش ترهګرې ډلې دوه مهم غړي هم نیولي دي.