لوګر کې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب مسوول ووژل شو
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب مسوول قدرت مشهور په حیدري وژل شوی او یو بل کس له ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی دی.
په دې عملیاتو کې یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.