لوګر کې د ترهګرو طالبانو ترورېستي بریدونه په شا وتمبول شول

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار په جمعهکلا او برهکي برک ولسوالیو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ترهګرو دا بریدونه شنډ او په مقابل کې یې درنه مرکژوبله ور اړولې ده.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتو کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر "فرید" په ګډون ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او یو کس یې ژوندی نیول شوی دی.
په یادو نښتو کې د ترهګرو یو میل پیکا او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د ترهګرو نورې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.