لوګر کې درې ترهګر طالبان وژل شوي.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۱۸
x
لوګر ولایت کې په دوو بېلو پېښو کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی.
تېره ورځ یوه ترهګر طالب غوښتل چې د ملي پولیسو منسوبین د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په شیخک سیمه کې ترور کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا له یو میل تفنګچې سره ونیول شو.
نیول شوي کس په لوګر کې د نظامي منسوبینو د ترور په څو بېلو پېښو کې لاس درلود.
همداراز د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه تیر انداز په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي دي.