له نشه يي توکو سره د مبارزې په معینیت کې د بطني نشه يي توکو د تخلیې ځانګړی مرکز پرانیستل شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۰:۴۸
ض

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په معینیت کې د بطني نشه يي توکو د تخلیې لومړنی مرکز پرانیستل شو.
د دې مرکز موخه د هغو قاچاقبرانو د بطنونو تخلیه ده، چې بهر ته د نشه يي توکو د لېږدولو لپاره په خپلو خېټو کې نشه يي توکي ځای پر ځای کوي.
 محمد هاشم اورتاق له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال د یاد مرکز په پرانیستغونډه کې وويل، چې تر دې مخکې دا ډول قضیې له نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبینو لخوا کشف کېدې، چې تر اوږدو پړاوونو وروسته د قاچاقبرانو بطنونه تخلیه کېدل او دا چاره د یو شمېر ستونزو لامل کېده.
ښاغلي اورتاق زیاته کړه چې د دې مرکز په پرانیستلو سره نه یوازې چې د اړونده مسوولینو لپاره اسانتیا رامنځته شوې، بلکې د تورنو بشري حقوق هم ساتل کېږي.
دا مرکز د UNODC په مالي مرسته د ۱۲۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت سره په دوو نارینه او ښځینه برخو کې رغول شوی دی.