لغمان کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په مرکز مهترلام ښار او قرغه يي ولسوالۍ کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د غلا، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او د ځمکې د غصب په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل تفنګچه او یو عراده غلا شوی زرنج موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.