لغمان کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لغمان ولایت په الیشېنګ ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو اندازه وسلې او تجهیزات هم له منځه تللي دي.