لغمان کې په تازه عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د یوه محلي قوماندان په ګډون چې له "القاعده" ډلې سره یې اړیکه درلوده، ۱۸ ترهګر ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۰:۴۰
۷

د لغمان ولایت په الیشېنګ ولسوالۍ کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د یوه محلي قوماندان محمدالله په ګډون ۱۸ ترهګر وژل شوي او همدارنګه د ترهګرو د مخکښ غړي حاجي محمد په شمول ۲۱ ترهګر ټپیان شوي دي. 
د الیشېنګ ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د ترهګرو طالبانو د ځپلو او همداراز د یادو سیمو د چاڼولو عملیات په جدي توګه پر مخ روان دي او تر دې مهاله د الیشېنګ ولسوالۍ ګڼې سیمې پاکې شوې دي. 
قوماندان محمدالله چې په دې عملیاتو کې وژل شوی، په لغمان کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی و او له القاعده ترهګرې ډلې سره یې نږدې اړیکه درلوده.