لغمان کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی شوی او نیمروز کې د ترهګرو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د الینګار ولسوالۍ په بازار کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټرسایکل چې د یادې سیمې د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه یې لېږدولی و، کشف او ترلاسه کړی دی.
په همدې حال کې؛ د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط شوې ده.
له یادې زېرمې څخه د هاوان لسګونه ډزه ګولۍ او توغندي هم کشف او ترلاسه شوي دي.