لغمان کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په یادو کسانو کې څلور تنه یې د ژوبلې او دوه نور یې د وژنې په تور نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.