لغمان کې د ترهګریزو پېښو ماین جوړونکی او طرح کوونکی ونیول شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۵
z

د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ د منسوبینو لخوا په یاد ولایت کې د ترهګریزو پېښو ماین جوړونکی انجینیر او طرح کوونکی نیول شوی دی.
نیول شوی کس عین الله نومېږي، چې په لغمان کې یې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهۍ کې مهم رول درلود.
عین الله د تخریبي او ترهګریزو پېښو سربېره په ماین اېښودنه، ماین جوړونه او په ځانګړي ډول پر پولیسو د ترهګریزو فعالیتونو په ترسراوي کې لاس درلود.
یاد کس د طاهر چې په حاجي باروت مشهور دی، د ډلې غړی و؛ چې د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز په نواباد سیمه کې نیول شوی دی.