لغمان کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي قوماندانانو په ګډون ۱۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۰:۵۳
۶

ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تېره شپه د لغمان ولایت په الیشېنګ او الینګار ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د قوماندان زلمي او څو نورو کلیدي قوماندانانو په ګډون ۵۰ ترهګر طالبان او بهرني ترورېستان وژلي او ۶۰ نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په يادو عملیاتو کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند سیمې او همدارنګه الینګار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوې او په الیشېنګ ولسوالۍ کې هم د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات تر دې دمه په بریا سره دوام لري.