لغمان کې دوه تنه د وسلو د قاچاق او پکتیا کې یو ترهګر طالب نیول شوی

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۵:۴۶
ذ

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات پر لاره اچولي وو، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د وسلو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۱ میله بېلابېلې وسلې له یو شمېر نظامي تجهیزاتو او لېږدوونکو واسطو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز تېره ورځ د پکتیا ولایت د مرکز د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې هم دې ځواکونو یو ترهګر طالب نیولی دی.