فراه کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۳:۵۱
س

تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونه د مرکز په باغ نو کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د یادې نښتي په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
همداراز په سیمه کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین هم ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
د دې نښتې په پایله کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.