فراه کې لس ترهګر طالبان ووژل شول.
د فراه ولایت په ځینو برخو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په دوه نښتو کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت د مرکز اړوند په ریګي کلي کې د پولیسو پر امنیتي پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
پولیسو د پېښې له ځایه د چاودېدونکو توکو پنځه بوشکې چې د ترهګرو طالبانو له خوا د ترهګریزو کړنو په موخه ځای پر ځای شوې وې، کشف او شنډ کړې دي.
همداراز د فراه ولایت د مرکز اړوند په شوراباد کلي کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په یوې ضد حملې کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.