فراه کې د ماین جوړونې دوه کارخونې له منځه یوړل شوې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په فراه ولایت کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې دوه لویې کارخونې له منځه وړې او په همداراز ۱۵ ترهګرو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د ماین جوړونې دوه کارخونې د خاک سفېد ولسوالۍ په دیوار کلي کې له منځه وړل شوې او د پشترود ولسوالۍ په قلعه زمان کلي کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو لسګونه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.