فراه کې د ترهګرو طالبانو د جګړییزو توکو یو پټنځای له منځه یوړل شو

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۰:۲۳
k

سه شنبه، د غوايي ۱۷مه ۱۳۹۸

تېره شپه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د جګړییزو توکو او وسلو یو پټنځای له منځه وړل شوی.
په پټنځای کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، ۳۵ میله بېلابېلې وسلې او دوه عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.