فاریاب کې ۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۹:۱۶
ا

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون ۲۰ ترهګر طالبان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر جسدونه او وسلې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دې عملیاتو کې یو سرتېری شهید شوی او څلور نور د یوه ملکي په ګډون ټپیان دي.