فاریاب کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین کشف او شنډ شو.
ترهګرو یاد ماین د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د پوهنې مدیریت د ودانۍ دننه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي اردو د انجینیرۍ ډلې له خوا کشف او شنډ شو.