فاریاب کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۹:۱۸
c

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیولي دي.
یاد کسان د پشتونکوټ ولسوالۍ د امام صاحب کلي مېشتي دي، چې د پولیسو لخوا د مزارشریف کمربند په چک پاینټ کې ونیول شول.
له نیول شویو کسانو یو شمېر نشه يي توکي، یو میل مېکاروف تفنګچه او یو عراده سراچه موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادو کسانو قضیه اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.