فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق کلي کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په ټپیانو کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي ډلمشر "مفتي اسماعیل" هم شامل دی.
پدې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.