فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د ترهګریزو پېښو د طرح او سازماندهۍ مسوول ونیول شو

د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي قومندان "قاري نظام الدین" نیول شوی دی.
دا کس چې میمنې ښار ته د ترورېستي پېښو د طرح او سازماندهۍ په موخه راغلی و، تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
قاري نظام الدین په بېلابېلو ترورېستي پېښو په ځانګړې توګه په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ترهګریزو پېښو په ترسراوي اعتراف کړی دی.