فاریاب کې د ترهګرو طالبانو بریدونو ۱۴ ملکي کسان شهیدان او ټپیان کړي

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د فاریاب ولایت د ملي پولیسو منسوبینو د راپور پر بنسټ، د قیصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې د دښمن د ګولۍ د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي کسان شهیدان او ټپیان شوي دي؛ همداراز د المار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو یوه ځای پر ځای شوي ماین یو ماشوم شهید کړی او یو ملکي کس یې ژوبل کړی دی او د قیصار ولسوالۍ په صوفيقلعه کلي کې ترهګرو طالبانو یو ۷۰ کلن سړی په نښه او شهید کړی دی.
ترهګر طالبان هېڅ دین او ایین نه پېژني او خپلو شومو موخو ته د رسېدو پهپاره په قصدي ډول ملکي خلک په نښه کوي.