غزني کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل چې د غزني ولایت د ده یک او خواجه عمري ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي دي.
ده یک ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، چې د ترهګرو یو جسد په میدان پاتې او یو قبضه راکټ انداز یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
همداراز ترهګرو طالبانو غوښتل چې په ده یک ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو لخوا شنډ شو.
په دې نښته کې دوه ملي پولیس ټپیان شوي دي.