غزني کې يو تن د ترهګريزو کړنو په تړاو نيول شوى
د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ پوليسو له غزني ښار څخه يو تن د ترهګريزو کړنو په تړاو نيولى دى.
دا کس چې د زابل ولايت اصلي اوسېدونکى دى، غزني ته د ترورېستي فعاليتونو په موخه راغلى و، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د پوليسو لخوا تر پېژندنې وروسته نيول شوى دى.