غزني کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په چیرلي کلي د پولیسو په یوه کمین کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.
د کمین په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر، یو میل کلاشینکوف، یو پایه مخابره او یو شمېر نور جګړه ییز توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.