غزني کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۱۳:۱۵
ل

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژلي دي.

همداراز تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

په یادو وسلو او مهماتو کې یو میل تفنګچه، دوه قبضې لاسي بمونه او ترهګرو طالبانو ته تړلي یو شمېر مهم اسناد شامل دي.