غزني او فاریاب کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۱۳:۳۷

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ګیلان ولسوالۍ په "واره او بختیار" کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پينځه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
بل‌خوا د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې هم درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
یاده نښته د کوهستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې رامنځته شوې ده.